جوزا 15, 1402 18:16 Asia/Kabul

نن د جوزا پنځلسمه د ۱۳۴۲ لېږدیز سپوږمیز کال، د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني (رح) د تاریخي پاڅون له کلیزې سره برابره ده.د جوزا میاشتې پنځلسمه د اسلامي انقلاب د مهم بدلون او د ایران د ملت د اسلامي غورځنګ د پیلېدو پړاو دی.

د پهلوي رژیم غړیو د ۱۳۴۲ کال د جوزا د میاشتې په پنځلسمه نېټه د قم په فیضیه مدرسه کې د امام خمیني (رح) له څرګندې وینا وروسته په یوه ترخه پیښه کې د امام په کور برید وکړ او هغه یې ونیولو. امام خمیني (رح) د قم په فیضیه مدرسه کې د حسیني عاشورا په ورځ په یوې پیاوړې وینا کې له اسرائیلي رژیم سره د پهلوي رژیم جنایتونه او د شاه له اړیکو پرده پورته کړله.د امام خمیني (رح) د نیول کیدو په غبرګون کې د ایران په مختلفو ښارونو کې خلکو د شاه د رژیم پر وړاندې پراخ لاریونونه وکړل. په دې ورځ د ساواک له خوا په سلګونو کسان بندیان شول او په زرګونو انقلابی مسلمانان په وینو ولړل شول او له همدې سره د جوزا ۱۵مه د انقلاب په تاریخ کې یوه خونړۍ او د پهلوي رژیم په یاد کې یوه شرموونکې ورځ شوه.د یادو لاریونونو په لړ کې د دغه رژیم ظالمو امنیتی ځواکونو په قم کې د فیضیه مدرسې په ګډون ډېر شمیر کسان شهیدان، ژوبل او بندیان کړل. دغه تاریخي پاڅون د پهلوي رژیم د استبدادي واکمنۍ پر وړاندې د اسلامي غورځنګ د مبارزې پیلامه وه او د اسلامي انقلاب د فکري، سیاسي او ټولنیزو بنسټونو د جوړولو لپاره یې مناسب شرایط چمتو کړل.

تگ