جوزا 13, 1402 19:00 Asia/Kabul
  • د پاکستان  پوځ د عمران خان د خبرونو په اړه د رسنیو پوښښ محدود کړی دی

پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد پوځ دوی ته امر کړی، چې د عمران خان په تړاو د رسنیو له پوښښ څخه ډډه وکړي.

د انټرسپټ خبري اژانس راپور ورکړی چې روانه اونۍ د پاکستان پوځ د دغه هېواد د مهمو رسنیو چارواکي په اسلام اباد کې یوې پټې غونډې ته وربللي وو او هغوی ته یې امر کړی چې د عمران خان د خبرونو له پوښښ څخه ډډه وکړي.د پاکستانیو رسنیو چارواکي وايي، چې د پوځ پیغام څرګند او مستقیم و او د ردولو شونتیا یې نه درلوده.دغه سازمان ادعا کړې، چې په تېرو څو ورځو کې د پاکستانۍ رسنیو څېړنې ښيي، چې له دې غونډې وروسته د عمران خان په اړه خبرونه له پاکستاني رسنیو لرې شوي دي.تېره اوونۍ د پاکستان د برېښنايي رسنیو د تنظیم ادارې یا پمرا په یوه ګونګ حکم کې د دغه هېواد له رسنیو غوښتي وو چې د کرکې او فساد د خبرونو له پوښښ ډډه وکړي، خو په ښکاره يې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر نوم نه و ښودلی.

تگ