جوزا 13, 1402 18:59 Asia/Kabul

په هند کې د دوو مسافر وړونکو اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه درې سوه کسان مړه شوي او تر ننه سوو ډېر ټپیان دي.

ویل کیږي چې یو اورګاډی له پټلۍ څخه وتلی او څو واګونونه یې د مخامخ کرښې په ریلونو ورغورځېدلي او بیا د هغه بلې کرښې ریل ګاډي له دغو واګونونو سره ټکر کړی دی.تر دې پېښې وروسته سیمې ته دوه سوه امبولانسونه او سل ډاکټران استول شوي او د ټپيانو د لېږد لپاره حتی له ښاري بسونو هم کار اخیستل شوی دی.د ادویسا د اور وژنې ادارې مشر سودانشو سارنګي رسنیو ته ویلي، د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او د ځینو ټپیانو حالت ډېر نازک دی.د دغه ایالت ارشد وزیر پرایپ ینا هم د مړو د شمېر د زیاتېدو د احتمال خبر ورکړی دی.د هند د اورګاډي وزارت وايي، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي. د ادویسا ځايي حکومت د دغې پېښې د قربانیانو د درناوي په موخه نن عمومي ماتم اعلان کړی دی.

تگ