کيپ ټاون ته د بریکس په غونډه کې د ګډون په موخه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سفر
جوزا 13, 1402 18:57 Asia/Kabul
امیر عبداللهیان د غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له یو شمېر چارواکو سره لیدلي. د بریکس هېوادونو او ملګرو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه غونډه په کیپ ټاون ښار کې جوړه شوه. د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې په دغهغونډه کې د ګډون په موخه جنوبي افریقا ته تللی، وايي چې په دې ډله کې د ایران د غړیتوب د بهیر د چټکولو لپاره رغنده خبرې روانې دي. د دغې غونډې په څنډه کې حسین امیر عبداللهیان د بېلابېلو هېوادونو له یو شمېر چارواکو سره هم کتلي.