جوزا 13, 1402 18:53 Asia/Kabul

په ننګرهار کې طالب سیمه ایزو چارواکو په دغه ولایت کې د داعش ترهګرې ډلې د یو قوماندان په ګډون د دوو غړیو د وژل کېدو خبر ورکړی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون د داعش دغه قوماندان تراب باجوړي یاد کړی او ویلي يې دي چې نوموړی په شپنیو عملیاتو کې وژل شوی دی.د بدلون په خبره، دغه عملیات د کوز کونړ ولسوالۍ په وچ تنګي سيمه کې شوي دي. بدلون زیاته کړې چې تراب باجوړي د لغمان ولایت لپاره د داعش نومول شوی والي و.د طالبانو د چارواکو په وینا، د داعش دغه قوماندان د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو د ترسره کولو نیت درلود.داعش ترهګرې ډلې تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.دا په داسې حال کې ده چې داعش په دغو وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د څو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی. خو طالب چارواکي تل په افغانستان کې د دغې ډلې د بشپړو ځپلو ادعا کوي او وايي چې د داعش غړي له بهر څخه افغانستان ته د بریدونو لپاره راځي.

تگ