د طالبانو د اوسپنې پټلۍ د ادارې او د ترکیې د کاردیمیر شرکت ترمنځ هوکړه
د معدني توکو د تامین پر وړاندې افغانستان ته د اوسپنې پټلۍ ورکول کېږي.د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ریاست ویلي چې د ترکیې کاردیمیر د اوسپنې ویلې کولو شرکت وړاندیز کړی چې د معدني موادو په بدل کې به افغانستان ته د اوسپنې پټلۍ تولید کړي.
د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې پر ټویټر پاڼه له کاردیمیر شرکت سره د طالبانو د پلاوي د لیدنې عکسونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې د دغه شرکت مشر طالب پلاوي ته د ریل پټلۍ په مقابل کې د کانونو وړاندیز کړی. د طالبانو د مرکچي پلاوي غړو هم ویلي، چې دغه طرحه به په کابل کې وړاندې کړي.خو د کاردیمیر شرکت لخوا د غوښتل شويو معدني توکو د بڼې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.د طالبانو د اوسپنې پټلۍ د ادارې پلاوی تېره اوونۍ د ترکیې په استانبول کې د اورګاډي د نړیوالې ټولنې د منځني ختیځ د برخې په یو دېرشمه غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته تللی و.په دې غونډه کې د ایران، سعودي عربستان، اردن او د سیمې د نورو هېوادونو د اوسپنې پټلۍ مشرانو هم شتون درلود. د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې په وینا، په دغه غونډه کې ګډونوالو ژمنه کړې چې د افغانستان د اورګاډي له ادارې سره به خپلې مرستې ډېرې کړي.