امیرخان متقي: نړیوال بندیزونه افغانانو ته د هغوی د حقونو د رسېدا خنډ دی
جوزا 11, 1402 10:37 Asia/Kabul
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقِ په بلغاریا کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره په کتنه کې یو ځل بیا پر افغانستان د لګول شویو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې.
امیرخان متقي ویلي چې د دغو بندیزونو لغوه کول به افغانانو ته اجازه ورکړي چې خپلو اړتیاوو ته لاسرسی ولري.د دغو قربانیانو له خپلوانو سره په خبرو کې متقي د نړیوالو بندیزونه د دغو افغانانو د جسدونو په را رسېدو کې د ځنډ یو مهم لامل بللی.د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په هېواد کې د هېڅ افغان ژوند په خطر کې نه دی او که بهر ته د تګ اراده لري، باید له قانوني لارو کار واخلي.