جوزا 11, 1402 10:34 Asia/Kabul

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له فرانسوي ورځپاڼې فیګارو سره په مرکه کې ویلي چې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو نږدېوالی یوازې یوه تاکتیکي هوکړه نه ده.

امیر عبداللهیان ویلي دي، ایران له سعودیانو سره د سوداګریزو او اقتصادی اړیکو د پراختیا په اړه هوکړه کړې ده.هغه په ​​یمن کې د جګړې په اړه ویلي دي چې په یمن کې د جګړې د درولو په موخه د هېواد له ټولو خواوو سره په اړیکه کې دي.د ایران د بهرنیو چارو وزیر له اروپایی ټولنې سره د ایران د اړیکو په اړه ویلي د هستوي مسئلې په اړه له اروپايی ټولنې سره ډیپلوماټیک بهیر او خبرې اترې روانې دي.عبداللهیان دارنګه ویلي چې د تهران او واشنګټن ترمینځ د پیغامونو تبادله د سیمه ایزو او حتی اروپایی منځګړو له لارې دوام لری.

تگ