د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د منځنۍ اسیا سیالیو ته د چمتووالي په موخه سعودي عربستان ته ولاړه
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د هېواد د فوټبال ملي لوبډله به د منځنۍ اسیا په سیالیو کې د غښتلي ګډون په موخه په دغه تمریناتي کمپ کې چمتو والی ونیسيد هېواد د فوټبال ملي لوبډله په دغو سیالیو کې د ایران او قرغیزستان له لوبډلو سره په يوه ګروپ کې ده.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د هېواد د فوټبال ملي لوبډله به د منځنۍ اسیا په سیالیو کې د غښتلي ګډون په موخه په دغه تمریناتي کمپ کې چمتو والی ونیسيد هېواد د فوټبال ملي لوبډله په دغو سیالیو کې د ایران او قرغیزستان له لوبډلو سره په يوه ګروپ کې ده. ټاکل شوې چې د مرکزي اسیا د فوټبال سیالۍ د اوو لوبډلو په ګډون د جون له لسمې تر شلمې د ازبکستان او قرغیزستان په کوربه توب پیل شي.د یادونې وړ ده چې په بهرنیو لیګونو کې بوخت افغان لوبغاړي هم په سعودي عربستان کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزنیز کمپ ته ورغوښتل شوي.