د بدخشان د راغستان اوسېدونکي په خپل لګښت ۱۵ کیلومتره سړک جوړوي
جوزا 11, 1402 10:27 Asia/Kabul
د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر حکمت الله محمدي ویلي، دغه سړک به د راغستان له بيکادر سيمې څخه د دغې ولسوالۍ تر مرکزه پورې جوړ شي.
محمدي زياته کړې چې د راغستان اوسېدونکو د دغه سړک د جوړولو لپاره دوه ميليونه افغانۍ راټولې کړې او له دې پيسو څخه به د موټرو لګښت او د کارګرانو معاش ورکول کېږي.د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د دغه سړک په جوړېدو سره به د راغستان د څه باندې څلور زره اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزه هواره شي.دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان ولایت د دری ګونو ولسوالیو ترانسپورتي لارې ستونزمنې دي او د بدخشان د راغستان اوسېدونکي په ترانسپورتي لارو د تګ راتګ په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي.