ترکیې ته د اوسپنې پټلۍ د ادارې د عمومي مشر سفر
جوزا 11, 1402 10:10 Asia/Kabul
دغه سفر د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې اتحادیې په شپږ میاشتنۍ غونډه کې د ګډون په موخه شوی
د سرپرست حکومت د اوسپنې پټلۍ عمومي مشر د ترکیې هېواد په رسمي بلنه دغه هیواد ته تللی دی. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په خپل رسمي ټوېټر لیکلي چې ملا بخت الرحمن شرافت د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې ټولنې د منځني ختیځ د برخې په شپږ میاشتنۍ غونډه کې د ګډون لپاره روان دی.په دې غونډه کې به د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې ټولنې د منځني ختیځ د سکتور د غړو هېوادونو د اوسپنې پټلۍ لوړ پوړي چارواکي ګډون وکړي.په دغه ټوېټ کې ویل شوي، ټاکل شوې ده چې د سرپرست حکومت د اوسپنې پټلۍ د ادارې مشر به په دې شپږ میاشتنۍ غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو د اوسپنې پټلۍ له چارواکو سره جلا جلا ناستې ولري.