جوزا 08, 1402 19:45 Asia/Kabul

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو د رواتلو خبر ورکړی دی.

دغه رياست ویلي چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، بغلان، ننګرهار، کابل، پکتيا، خوست، پکتيکا، زابل، غزني، ميدان وردګو، باميانو، دايکنډي، پروان، پنجشير او کاپيسا ولايتونو کې سخت بارانونه ووریږي او سېلابونه به هم راووځي.د افغانستان د هوا پېژندنې اداره وايي، په دغو ولایتونو کې د اورښت اندازه له لسوڅخه تر دېرش ملي مترو پورې اټکل شوې ده.دا خبرداری په داسې حال کې ورکول شوی دی چې تېره اوونۍ سرپرست حکومت خبر ورکړی و چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د درې ورځنیو سېلابونو په پایله کې دیارلس کسان مړه شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

تگ