ننګرهار کې فارغ مسلکي زده کړیالان: حکومتي چارواکي دې د کار او نورو زده کړو زمينه راته برابره کړي
جوزا 08, 1402 19:42 Asia/Kabul
په ننګرهار کې پنځه سوه اوه نوي ځوانان د تخنيکي او مسلکي زده کړو انستيتوتونو څخه فارغ شول.فارغ شوي ځوانان وايي خوښ دي، چې خپلې زده کړې يې په مسلکي ډول ترسره کړې، خو اوس دې ورته د کاري فرصت برابرولو ترڅنګ د نورو زده کړو زمينه هم برابره شي.د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مسولین وايي هېواد مسلکي کسانو ته اړتيا لري. دوی فارغ شویو مسلکي کسانو ته د کارد زمينې برابرولو ترڅنګ د نورو زده کړو زمينه هم برابره وي.