جوزا 08, 1402 19:35 Asia/Kabul

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال پلاوي په افغانستان کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ګډو هڅو د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا ایتانبایوا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه موضوع په ترکمنستان کې د افغانستان لپاره د منځنۍ اسیا د هېوادونو له ځانګړي استازي سره په کتنه کې مطرح شوې ده.په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د بشري حقونو او ښځو د حقونو په برخه کې د یوناما د فعالیتونو، اقتصادي ناورین او د ملګرو ملتونو د سرمنشي په مشرۍ د دوحې د وروستي کنفرانس په اړه توضیحات وړاندې کړل.دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو ځانګړې استازي د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د افغانستان پر وضعیت د بحث په موخه غونډه وکړه او د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدا او د ښځو پر وړاندې د بندیزونو پر مخنیوي یې ټینګار کړی و.

تگ