جوزا 08, 1402 19:33 Asia/Kabul

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې ملا محمد ناصر د مالیې د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی. مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه ګمارنې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده په امر شوې دي.

مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه ګمارنې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده په امر شوې دي. د هغه په ​​وينا، د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت معین ملا عبدالقاهر ادريس اوس د ماليې وزارت د عوايدو او ګمرکونو د معین په توګه ټاکل شوى دى.په ورته مهال کې مجاهد روښانه کړې، چې د مرکزي بانک دوه یم مرستیال عبدالقدیر احمد د دې ډلې مشر له خوا د مالیې وزارت د مالي او اداري معین په توګه ټاکل شوی دی.دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ملا هدایت الله بدري د طالبانو د ماليې وزارت سرپرست و او د ملا هبت الله له لوري تر ګوښه کولو وروسته د مرکزي بانک د رييس په توګه ټاکل شوی و.

تگ