جوزا 08, 1402 19:31 Asia/Kabul

تاجکستان خبر ورکړی چې له افغانستان سره پر پوله يې دوه پوځي پوستې جوړې کړې دي. د تاجکستان ولسمشر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پوستې د افغانستان پولې ته څېرمه د دغه هېواد د ختلان ولایت په توس ښار کې جوړې شوې دي.

د تاجکستان ولسمشر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پوستې د افغانستان پولې ته څېرمه د دغه هېواد د ختلان ولایت په توس ښار کې جوړې شوې دي. د دغه خبرپاڼې له مخې دغه دوه پوستې د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان له لورې پرانېستل شوې.د تاجکستان ولسمشر ویلي دی چې د دغه هېواد پوله ساتي ځواکونه په مېړانه او سرتېرۍ سره د تاجکستان له پولو دفاع کوي. د یادونې وړ ده چې دغه پوستې د تاجکستان د پوله ساتو ځواکونو د جوړېدا د نهه ویشتم کلیزې سره سمې جوړې شوې. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان له خاورې د راپورته شویو ننګونو له امله د منځنۍ اسیا د هېوادونو اندېښنې شریکې دي او دا ادعاوې د کابل له خوا تل رد شوې هم دي.

تگ