جوزا 08, 1402 19:26 Asia/Kabul

د هرات سیمه ییز چارواکي له دوه کلن ځنډ وروسته په دغه ولایت کې د پاشدان بند د جوړولو کار پیلوي.

د هرات د والي ویاند مولوي نثار احمد الیاس په یوه ویډیويي کليپ کې ویلي، چې د دغې پروژې اصلي کارونه به د دغې ډلې د مرکزي چارواکو تر حکم وروسته پیل شي.دغه طالب چارواکي ویلي چې د پاشدان بند د نوي کال په بودجه کې شامل دید هغه په ​​وينا، د پاشدان بند د جوړېدا چارې شاوخوا پنځه اتیا سلنه پرمخ تللي دي.د پاشدان بند د هرات په ختیځ او د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې پروت دی. د دغه بند د جوړولو کار د تېر حکومت پر مهال پيل شوى و، خو د دغه بند پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو د بريد له امله د دغه بند د جوړېدو چارې درېدلې وې.دغه بند به د دوه میګاواټه برېښنا د تولید ترڅنګ ديارلس زره هکتاره ځمکه هم خړوبه کړي.

تگ