جوزا 08, 1402 19:23 Asia/Kabul

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د بشري ضد جرمونو له نظره د طالبانو له خوا پر افغان ښځو لګول شوي بندیزونه څېړلي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر د دغه سازمان د کارپوهانو د راپور په حواله ویلي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته وضع شوي بندیزونو او قوانینو په افغانستان کې د ښځو ژوند په نښه کړی او نارینه ترې مستثنی دي. د دغه راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د کارپوهانو موندنې ښيي چې د طالبانو کړنې د ښوونې او روزنې، کار، د خوځښت د ازادۍ، روغتیا، فزیکي خپلواکۍ او هوډ نیولو، سوله ییزو غونډو او ټولنو په برخو کې عدالت ته د لاسرسي په موخه د افغان ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونه کوي.تر دې وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له خوا پر افغان ښځو د لګول شویو بندیزونو د یوې څېړنې په پای کې د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي وو چې د بشریت ضد جرمونو له اړخه دې هر هغه څه وڅېړي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان پر ښځو تېر شوي.

تگ