د اوکراین د ولسمشر څرګندونو ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت غبرګون
جوزا 07, 1402 10:41 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزارت روسیې ته د ایراني بې پیلوټه الوتکو د استولو په اړه د اوکراین د ولسمشر وروستۍ څرګندونې بې بنسټه بللې. د دغه وزارت ویاند ناصر کعاني د زیلینسکي څرګندونې له بې بنسټه ادعاوو سره یوه سیاسي ننداره هم بللې.