جوزا 07, 1402 10:35 Asia/Kabul

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په یوه خبرپاڼه کې محمد هارون سیدي په ترکمنستان کې د افغانستان د سفارت د سوداګریزې اتشې په توګه ټاکلی دی.

په همدې موخه په عشق اباد کې د افغانستان په سفارت کې د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د نوي سوداګریزې اتشې ټاکل د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا په لاره کې یو مهم ګام بللی.نورالدین عزیزي چې په یادو مراسمو کې یې انلاین خبرې کولې زیاته کړې چې د دغه اتشې فعالیت به خصوصي سکتور او سوداګرو ته د لازمو خدمتونو د وړاندې کولو بهیر پیاوړی کړي او په سیمه کې به د صادراتو د ودې او اقتصادي همکاریو بنسټ کېږدي.د نوي سوداګریزې اتشې مراسم په عشق آباد کې د افغانستان سفارت د رئیس فضل محمد صابر په شتون کې په دغه سفارت کې ترسره شول.ترکمنستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په افغانستان کې یې د ځینو ترهګرو ډلو د فعالیتونو له پراخیدو اندیښنه څزګنده کړې او د طالبانو له سرپرست حکومت سره یې د اړیکو د پراخولو هڅه هم کړې ده.

تگ