له امیرخان متقي سره د افغانستان له پاره د ایران د ځانګړي استازي او سفیر لیدنه
د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي او سفیر په کتنه کې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره د خبرو او تفاهم له لارې د حل غوښتنه کړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغه کتنه کې دواړو لوریو له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد بهیر د بیا پیلولو، د هلمند له سیند څخه د ایران د حقابې د تامینولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې. د دغې اعلاميې له مخې، اميرخان متقي د دواړو لوریو ترمنځ په ښو اړيکو ټينګار کړی او له ايران څخه يې افغانستان ته د بنديانو د ليږدونې د بهير د اسانتيا غوښتنه کړې.خبرپاڼې زياته کړې چې په دغه کتنه کې په کابل کې د ايران سفير حسن کاظمي قمي هم ویلي چې د هغه هېواد پلاوي په دوحه کې د ملګرو ملتونو په وروستۍ غونډه کې د افغانستان له اوسنيو حالاتو څخه دفاع کړې. قمي دغه راز د دواړو هېوادونو ترمېنځ د سرحدي مسایلو د همغږي په مديريت باندې تاکيد کړی او په دې لړ ښې يې د خپل هېواد د وروستيو اقداماتو په اړه معلومات ورکړل.