بلخ: ۳۴۶ تنه عربستان ته د حج د فریضې ادا کولو په موخه روان شول
د هېواد له شمال او شمال ختيځ څخه د حاجيانو لومړۍ ډله د سږ کال د حج په مراسمو کې د ګډون په موخه له مزارشريف څخه سعودي عربستان ته روانه شوه. په لومړۍ ډله کې ۳۴۶ تنه حاجیان د مولانا جلال الدین محمد بلخي له نړیوال هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته روان شوي دي. د بلخ ولایت د حج او اوقافو ریاست چارواکي وايي، سږ کال به له بلخ ولایت څخه ۹۰۰ تنه او د هېواد له شمال او شمال ختیځ څخه ۷۸۰۰ تنه د حج مراسمو ته ولاړ شي.
د هېواد له شمال او شمال ختيځ څخه د حاجيانو لومړۍ ډله د سږ کال د حج په مراسمو کې د ګډون په موخه له مزارشريف څخه سعودي عربستان ته روانه شوه. په لومړۍ ډله کې ۳۴۶ تنه حاجیان د مولانا جلال الدین محمد بلخي له نړیوال هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته روان شوي دي.
د بلخ ولایت د حج او اوقافو ریاست چارواکي وايي، سږ کال به له بلخ ولایت څخه ۹۰۰ تنه او د هېواد له شمال او شمال ختیځ څخه ۷۸۰۰ تنه د حج مراسمو ته ولاړ شي.
د بلخ ولايت د حج او اوقافو مسوولين وايي، ټاکل شوې چې کعبې شريفې ته تلونکي حاجيان د په ۲۲ الوتنو کې ولېږدول شي.