جوزا 01, 1402 20:14 Asia/Kabul

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه حکومت د چارواکو د سفر د نه غځولو په اړه اندېښنه ښودلې ده او ویلي يې دي چې د طالب چارواکو د سفر د بندیز معافیت اوږدول د کابل او نړيوالې ټولنې تر منځ اړيکې له خنډ سره مخ کوي.

مجاهد ویلي، چې دا مسله له نړیوالې ټولنې سره د کابل اړیکې له خنډ سره مخ کوي او متقابله بې باوري زیاتوي.ښاغلي مجاهد د طالب چارواکو ازاد سفر د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په ګټه بللی او زیاته کړې یې ده چې د دوی حکومت غواړي چې د دغه حکومت د چارواکو تعزیرات او بندیزونه دې ژر تر ژره له لیرې شي، ترڅو دوی په ازاده توګه تګ راتګ وکړای شي.مجاهد ویلي دي چې دغه تعزیرات او بندیزونه هیڅ پایله نه لري او نړیواله ټولنه باید له بې ګټې او ناکامو لارو کار وانخلي.دا په داسې حال کې ده چې د ديارلسو طالب چارواکو د سفري معافيت له پاى ته رسېدو نهه مياشتې تېرې شوې، خو د ملګرو ملتونو امنيت شورا تر اوسه دغه معافيت نه دى غځولى.په دغو کسانو کې ملا عبدالغني برادر، مولوي عبدالسلام حنفي، مولوي عبدالکبير او يو شمېر نور چارواکي شامل دي چې د سفر معافيت يې پای ته رسېدلی دی.خو په وروستيو کې کله چې امیر خان متقي په روان هجري لمریز کال کې پاکستان ته سفر کاوه ، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د ښاغلي متقي له سفر سره موافقه وکړه.

تگ