جوزا 01, 1402 20:12 Asia/Kabul

د پاکستان پوځ د پاکستان په خیبرپښتونخوا سیمه کې له ترهګرو سره په نښته کښې د دغه هیواد د دوو پوځیانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي، چې دغه پاکستاني پوځیان له ترهګرو سره په اطلاعاتي ماموریت بوخت وو، چې په پایله کې یې درې ترهګر وژل شوي دي.د پاکستان د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې وژل شويو ترهګرو د امنیتي ځواکونو او د بې ګناه وګړو پر ضد په ګڼو ورانکارو فعالیتونو کې لاس درلود.د پاکستاني چارواکو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو او ترهه ګرو ترمېنځ په يوه بله نښته کې هم يو شمېر امنيتي ځواکونه او يو شمېر ترهګر وژل شوي او ټپيان شوي دي.د پاکستان د بلوچستان صوبې په شمال کې په یوه پوځي سیمه کې د پاکستان د وسله والو ځواکونو او ترهګرو ترمینځ په دغه نښته کې شپږ ترهګر او اوه پاکستاني پوځیان وژل شوي.د پاکستان پوځ خبر ورکړی، چې سږ کال د ترهګرۍ ضد په عملیاتو کې ټولټال یو سل او اوه دېرش امنیتي کسان وژل شوي او نږدې یو سل او شل تنه نور ټپیان شوي دي.

تگ