حقاني وايي طالبانو ته باید د ملګرو ملتونو په غونډو کې د ګډون حق ورکړل شي
د سرپرست حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره په کتنه کې د دغه سازمان په غونډو کې د طالبانو د استازو د ګډون غوښتنه کړې.
د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې حقاني په دې کتنه کې ټینګار کړی چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې امنیت ډېر ښه شوی دی.د خبر له مخې حقاني زیاته کړې، چې د طالبانو د حکومت استازو ته باید د ملګرو ملتونو په غونډو کې د ګډون حق ورکړل شي.تر اوسه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د پخواني حکومت د ډيپلوماټ په واک کې ده. د دې څوکۍ د نیولو لپاره د طالبانو هڅې تر اوسه نه دي بریالۍ شوي.په دې خبرپاڼه کې راغلي دي چې روزا اتنبایوا دا هم ویلي چې د افغانستان امنیت ښه شوی او ملګري ملتونه له ستونزو سره سره له دغه هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.