جوزا 01, 1402 20:07 Asia/Kabul

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د تاتارستان له ولسمشر سره د دغه وزارت د سرپرست وزیر د کتنې خبر ورکړی دی.

دغه وزارت په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د صنايعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي د ​​روسيې او اسلامي نړۍ د څوارلسمې اقتصادي غونډې په څنډه کې د تاتارستان له ولسمشر رستم مينيخانوف سره کتلي.دغه وزارت وايي، په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وشوې.د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د تاتارستان ولسمشر رستم مینیخانوف افغانستان ته د سفر ژمنه کړې ده.ښاغلي عزیزي په یوه جلا کتنه کې د روسیې د ولسمشر له سلاکار روسلان حسین ویچ سره د سوداګرۍ او ترانزیت د ډېرېدا او د اسلامي بانکدارۍ د رامنځته کولو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې کړي.ویل کیږي چې په دغه کتنه کې د روسیې فدراتیف د ولسمشر سلاکار د افغان محصلینو لپاره د اسانتیاوو پر زیاتوالي او د لا زیاتو تحصیلي فرصتونو په برابرولو د ټینګار په ترڅ کې ویلي چې د روسیې فدراتیف د افغانستان له مسلکي او غیر مسلکي کارکوونکو څخه ملاتړ کوي او په روسیه کې ورته د کار زمینه برابروي.

تگ