فوټبال: افغانستان د ۲ پر ۱ په توپیر سره ترکمستان ته ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټبال تر شل کلنو د کم عمره لوبغاړو ملي لوبډلې د ترکمنستان د فوټبال ملي لوبډلې ته د دوه پر یو په توپیر سره ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه لوبه د مرکزي اسیا د تر شل کلنو د کم عمره لوبغاړو فوټبال سیالیو په چوکاټ کې د تاجکستان د دوشنبې په ښار کې ترسره شوه چې په دغو سیالیو کې افغانستان په خپله بریا سره درې نومرې لاسته راوړې او د ګډون کوونکو لوبډلو په منځ کې يې په موقتي ډول په دوه یم ځای کې قرار لري. په دغه سیالیو کې د افغانستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او ایران لوبډلو شتون درلود.په دوه یمه سیالۍ کې به نن افغانستان د تاجکستان له لوبډلې سره سیالي وکړي او دغه سیالي د کابل پر مهال پر څلورنیمو بجو پیلیږي. د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د لیګ په بڼه ترسره کيږي او د افغانستان لوبډله به له ټولو لوبډلو سره سیالي وکړي. هره لوبډله چې ډېرې نومرې ترلاسه کړي هغه به د اتلې لوبډلې په نوم یاده شي.