د عرب ټولنې په غونډه کې د بشارالاسد وینا :په جده کې غونډه د بهرنیو لاسوهنو څخه پرته د چارو برابرولو لپاره ښه فرصت دی
د سوریې ولسمشر بشار الاسد د جدې غونډه له بهرنیو لاسوهنو پرته د خپلو چارو د برابرولو لپاره یو تاریخي فرصت بللی دی.
بشار اسد په جده کې د عربومشرانو په غونډه کې ټینګار کړی چې عربی ټولنه له ډیرو کلونو راهیسې له جنایتونو په تیره بیا د صهیونیستي رژیم له جنایتونو سره مخامخ ده او د دغه شان غونډو جوړول په بنسټيزه توګه له دغه شان مسایلو سره د مقابلې او له دغو جنایتونو سره مقابله ده.
بشارالاسد په ډاګه کړې: زه هیله لرم چې دغه سرمشریزه په سیمه کې د سولې او د جنګ او ورانۍ په ځای د پرمختګ او سوکالۍ د ترلاسه کولو لپاره زمونږ ترمینځ د پیوستون لپاره د عربو د اقداماتو د نوی پړاو پیلامه اوسي.
د عربي هېوادونو د مشرانو دوه دېرشمه غونډه د سعودي عربستان په کوربه توب د جدې په ښار کې په داسې حال کې جوړه شوې چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد له دولسو کلونو وروسته په دغه غونډه کې ګډون کړی.
د جدې د غونډې وروستۍ خبرپاڼه په داسې حال کې خپره شوې چې په کې شتو هېوادونو ټینګار کړی چې د عربي هېوادونو په کورنیو چارو کې دې بهرنۍ لاسوهنې بندې شي او د سوریې، یمن او فلسطین کړکېچونه دې هم اوار شي.