شهباز شریف: د افغانستان له سرپرست حکومت سره رغنده تعامل اړین دی
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له ایراني رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې، باثباته او سوله اییز افغانستان د سیمې د خونديتوب او ارامۍ له پاره ګټور دی.
ښاغلي شریف ټینګار کړی چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره رغنده تعامل اړین دی او هغه څه چې نن ورځ ورته اړتیا ده د نړیوالې ټولنې د لومړیتوبونو د درجې پر بنسټ متوازن چلند دی چې هغې کې له ترهګرۍ او د مخدره موادو له قاچاق سره مبارزه او د یوه ټول ګډونه حکومت رامنځته کول شامل دي.
د پاکستان لومړي وزیر په امنیتي، اقتصادي او بشري برخو کې د افغانستان ګڼو پیچلو ننګونو ته اشاره کړې او زیاته کړې يې ده چې ترهګري لا هم د افغانستان خلک ګواښي.
د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان له خلکو سره په مرستو کې د ایران او پاکستان پر رول ټینګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د دغه هیواد له خلکو سره د دوامدارو اقتصادي مسیرونو په پراختیا کې خپل رول ولوبوي.