د تاتارستان د سوداګرۍ خونې له مشر سره د نورالدین عزیزي لیدنه
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د تاتارستان جمهوریت د سوداګرۍ خونې له مشر او د پاکستان د سوداګرۍ له وزیر سره کتلي.
د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په یوه ټویټ کې د روسیې او اسلامي نړۍ د څوارلسمې اقتصادي غونډې په څنډه کې د دغو لیدنو په اړه خبر ورکړی دی.
دغه وزارت وايي، د پاکستان د سوداګرۍ له وزیر سید نوید قمر سره په لیدنه کې دواړو لورو د ترجیحي تعرفو، سوداګرۍ، ټرانزیټ، د سوداګریزو راکړو ورکړو د ډېروالي او د ګمرکونو د څلرویشت ساعته کولو په اړه خبرې کړي دي.
د دغه وزارت په وینا، ښاغلي عزیزي او د پاکستان د سوداګرۍ وزیر په سیمه ییز اتصال باندې په ټینګار سره، د هند له سمندر سره د روسیې د نښلولو د څرنګوالي او د جنوبي اسیا هېوادونه له سوېل ختیځو هېوادونو سره د نښلولو لپاره يې له چمتووالی خبر ورکړی دی.
د دغې کتنې په څنډه کې نورالدين عزيري هم د تاتارستان د سوداګرۍ خونې له مشر رامیل مافلییوتوف سره په مناسبه بیه د دواړو هېوادونو د سوداګريزو مالونو لېږد او د سوداګریزو چارو د اسانتیا په اړه هم خبرې کړي دي.