ثور 30, 1402 18:49 Asia/Kabul

د کازان په غونډه کې له سرپرست حکومت سره د افغانستان د پوهنې په برخه کې د هېوادونو د همکارۍ غوښتنه شوې.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت معین لطف الله خیرخواه په دې اړه جوړې شوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې د وروستیو لسیزو ستونزې د افغانستان د پوهنیز نظام د ښه والي پر وړاندې خنډ وې.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت معین د کازان غونډه، د هېوادونو ترمنځ د ښوونيزو همکاريو د پراختيا لپاره يو مناسب ځای بللی خو د نجونو لپاره يې د ښوونځيو او پوهنتونونو د بيا پرانيستلو په اړه څه ونه ويل.

په یوه بله غونډه کې چې د پوهنې په برخه کې د دې غونډې په څنډه کې جوړه شوې وه، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت معین او د روسیې، چیچنیا، تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان، پاکستان او اندونیزیا استازو هم په کې ګډون کړی و.

لطف الله خیرخواه د تاتارستان غونډې په څنډه کې د روسیې د لوړو زده کړو وزارت له معین کاتریاتوف ایرات سره کتلي او د ګډو همکاریو په اړه یې د نظر تبادله کړې.

د روسیې او اسلامي نړۍ اقتصادي غونډه د دوو ورځو لپاره په کازان ښار کې جوړه شوه چې د افغانستان په ګډون پنځه اتیا هېوادونو په کې ګډون کړی و.

 

تگ