ثور 27, 1402 17:54 Asia/Kabul

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دغه هېواد د بشرپالو مرستو په لړ کې افغانستان ته درې ښځينه ډاکترانې استولې دي.

دغه وزارت د دغو ډاکټرانو عکسونه خپاره کړي او ویلي يې دي چې دوی به د تورغونډۍ په زېږنتون کې کار وکړي او هلته به د ښځینه وو په برخه کې چوپړتیاوې وړاندې کړي. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د دغو ډاکټرانو تر استولو وړاندې يې د تورغونډۍ زېږنتون بیارغولی او دغه مرکز ته یې درمل او نورې اسانتیاوې هم ډالۍ کړې دي. ویل کيږي چې درې ترکمنې ډاکترانې به د روانې میاشتې تر پایه په افغانستان کې کار وکړي. د تورغونډۍ زېږنتون په هرات کې په دوه زره شپاړسم کال کې د ترکمنستان هېواد له لوري جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی و. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد څو ورځې وړاندې خبر ورکړی و چې د هېواد تر پنځوس سلنه ډېر وګړي چې په لېرې پرتو سیمو کې اوسيږي بشپړو روغتیايي چوپړتیاوو ته لاسرسی نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت پر ښځو د کار بندیز هم لګولی او له ځينو هېوادونو یې غوښتي چې د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي.

تگ