په سمنګان ولایت کې د کتاب اونۍ لمانځل، مسوولانو د کتاب پر ارزښت او لوستلو ټینګار کړی
په دغه پروګرام کې د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولينو او يو شمېر زده کوونکو ګډون کړى و او د دغه پروګرام موخه يې د کتاب لوستلو دورد ته درناوى او د کتابونو ارزښت بللی دی.
د سمنګانو د اطلاعاتو او کلتور رياست په دغه ولايت کې د کتاب اوونۍ د يو غونډې په ترڅ کې ولمانځله. په دغه پروګرام کې د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولينو او يو شمېر زده کوونکو ګډون کړى و او د دغه پروګرام موخه يې د کتاب لوستلو دورد ته درناوى او د کتابونو ارزښت بللی دی.چارواکو ټینګار کړی چې لوستنه باید د نورو ورځنيو کارونو په څېر د خلکو په ژوند کې رغنده رول ولوبوي.په دې خپرونه کې نورو مېلمنو هم د کتاب لوستل غوره کار ګڼلی او ټینګار یې کړی چې د هر انسان پوهه او وړتیا د هغه د لوستنې په کچې پورې اړه لري. د دوی په وینا، له کتاب او لوستنې سره د خلکو اشنا کول په ټولنه کې د دوی پر ټولنیزو اړیکو ستره اغېزه کولی شي.په دغه غونډه کې يو شمېر زده کړیالانو هم د خلکو په ژوند کې د کتاب او لوستنې ارزښت ته اشاره کړې او په ټولنه کې يې د لوست د کلتور د هڅونې او ودې لپاره د لا زياتو کلتوري پروګرامونو د جوړولو غوښتنه وکړه.