د طالبانو له لوري تاتارستان ته پلاوی استول شوی
د طالبانو له لوري تاتارستان ته د روسیې او اسلامي نړۍ اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه پلاوی استول شوی.
ټآکل شوې چې دغه پلاوی د روسیې او اسلامي نړۍ په هغه اقتصادي غونډه کې ګډون وکړي چې د کازان په ښار کې جوړېږي.د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پلاوی به د غونډې په څنډه کې د روسیې او اسلامي هېوادونو له چارواکو سره هم وګوري.د روسي رسنیو په وینا د روسیې او اسلامي نړۍ اقتصادي غونډه به د پنجشنبې او جمعې په ورځو د دوو ورځو لپاره جوړه شي.ویل شوي، چې په دې غونډه کې به د اذربایجان، ایران، مالیزیا، تاجکستان، ترکیې، ازبکستان، متحده عربي اماراتو، بحرین، یوګانډا، قطر او پاکستان په ګډون د پنځه اتیا هېوادونو استازي ګډون وکړي.په دغه پلاوي کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر او دریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال سلاکار هم ګډون لري. د دغو هېوادونو استازي به په یاده غونډه کې د اقتصادي، سوداګریزو او تعلیمي فرصتونو په اړه خبرې وکړي.