په پاکستان کې نیول شوي لاریون کوونکي د پوځ د قوانینو له مخې محاکمه کیږي
د پاکستان د ملي امنیت کمېټې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلوي لاریون کوونکي اشرار او فساد کوونکي بللي او پرېکړه یې کړې چې د دغه هېواد د پوځ له قوانینو سره سم به ورسره چلند وکړي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې دغې کمېټې پرون د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ په یوه غونډه کې د اعتراض کوونکو په اړه خبرې کړې دي. په دغه غونډه کې پرېکړه شوې، هغه کسان چې د عمران خان د نيولو پر ضد يې لاريون کړى او ملکي او پوځي تاسيساتو ته يې زيان رسولى ، باید وپېژندل شي او د پوځ له قانون سره سم سزا ورکړي.دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو او بخښنې نړیوالو سازمانونو د پاکستان د حکومت پر دې پرېکړې اندېښنه ښودلې او پر دې پرېکړې یې د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.په پاکستان کې د تیرې اونۍ د لاریونونو په ترڅ کې تر درې زره پنځه سوه ډیر لاریون کوونکي په تیره بیا په پنجاب او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي دي.په دغو لاریونونو کې اته تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.