ثور 27, 1402 17:45 Asia/Kabul

د افغانستان د سوک وهنې ملي فدراسیون په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د سوک وهنې د ملي لوبډلې پخوانی غړي او د دې ادارې درې ستوريز ریفري تمیم احمد اختري د سوک وهنې د نړیوال فدراسیون له لوري سوک وهنې د نړیوالو سیالیو د غوره ریفري لقب ترلاسه کړ.

د افغانستان د سوک وهنې ملي فدراسیون په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د سوک وهنې د ملي لوبډلې پخوانی غړي او د دې ادارې درې ستوريز ریفري تمیم احمد اختري د سوک وهنې د نړیوال فدراسیون له لوري سوک وهنې د نړیوالو سیالیو د غوره ریفري لقب ترلاسه کړ. ښاغلی اختري چې له ډېرو کلونو راهیسې په جرمني کې ژوند کوي؛ په ​​تیرو څو کلونو کې د نړیوال ریفري په توګه د افغانستان استازیتوب کړی دی.هغه د نړۍ په کچه په بیلابیلو وزنونو کې په لسګونو سیالیو کې قضاوت کړی دی.د سوک وهنې نړيوال جام سيالۍ د روان کال د اپريل په دېرشمه نېټه په ازبکستان کې د يو سلو اوو هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې.په دغو سیالیو کې؛ ازبکستان د سرو زرو پنځه، د سپینو زر دوه او د برونزو دوه مډالونو په ګټلو سره د دې سیالیو اتلولي خپله کړې او د قزاقستان لوبډله د سرو زرو څلور او د سپينو زرو یو مډال په ګټلو سره دویم مقام خپل کړی دی.د روسیې لوبډله هم دوه د سرو زرو او څلور د برونزو مډالونه وګټل چې په دې سره یې درېيم مقام خپل کړی دی.

تگ