د امریکا د استازیو مجلس، بلینکن ته د «سپکولو» ګواښ کړی
ثور 27, 1402 17:43 Asia/Kabul
د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیسیون مشر د امریکا د کنګرې او د جوبایډن د حکومت ترمنځ د سیاسي کړکېچ په دوام کې ویلي، که د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه بشپړ وضاحت ور نه کړي؛ انتوني بلینکن به د کانګرس لخوا سپک شي.مایکل مک کال په ځانګړې توګه هغه پټ ټلیګراف ته اشاره کړې چې طالبانو ته د کابل تر سقوط وړاندې د امریکا د سفارت ډیپلوماتیکو چارواکو ته استول شوی و.