ثور 27, 1402 17:40 Asia/Kabul

د جرمني یوې محکمې د غلو یو پنځه کسیزه ډله د ډرسډن له یوه موزیم څخه د ګاڼو د غلا په تور په بند محکوم کړې.

دغې محکمې د دغې ډلې هغه غړي چې د اتلسمې پېړۍ د ګاڼو یوه ټولګه یې غلا کړې وه، د محکمې په څو پړاوونو کې تورن کړي او په بند محکوم شول.د جرمني حکومت تر دې وړاندې خبر ورکړی و چې دا غلا د دغه هېواد په اوسني تاریخ کې د کلتوري اثارو تر ټولو لویه غلا ده.ویل کیږي چې د دغو ګاڼو ارزښت یو سل او درویشت میلیونه یورو اټکل شوی دی.دا ګاڼې د دوه زره نولسم کال په نومبر میاشت کې د ډرسډن له ګرین والټ موزیم څخه غلا شول خو پولیسو تر اوسه د دغو آثارو یوازې یوه برخه ترلاسه کړې ده.ياده محکمه د سه شنبې په ورځ ترسره شوه او هر یو تورن په شپږ کاله بند محکوم شوی.

تگ