ثور 27, 1402 17:37 Asia/Kabul

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په کابل کې د ايران داسلامي جمهوريت د سفیر له مرستیال سره په کتنه کې په ګډو همکاريو ټينګار کړی.

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د خیرالله خیرخواه او سید حسن مرتضوي ترمنځ په کتنه کې په کلتوري او رسنیزو همکاریو ټینګار شوی.په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري اړيکو د پياوړتيا او د کلتوري، ديني او رسنيزو پلاویو د تبادلې په اړه خبرې شوې دي.په تېر حکومت کې هم د ایران او افغانستان ترمنځ د پام وړ کلتوري او رسنیزې همکارۍ موجودې وې.د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري او ژبنۍ اړيکي تل د دغه بهير د پراختيا لپاره يو ښه فرصت دی.

تگ