د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان: افغانستان په نړۍ کې له ستر بشري ناورین سره مخ دی
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د افغانستان په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي چې دا هېواد په نړۍ کې له ستر بشري ناورین سره مخ دی.
دغه بنسټ ویلي چې د افغانستان نږدې دوه پر دریمه برخه وګړي د خوړو له ناورین سره مخ دي.د بشري حقونو د څار ادارې په دغه راپور کې ویلي، چې د نړۍ ډېرو رسنیو اوس د افغانستان مسله د خپلو خپرونو څخه غاړې ته کړې ده.د دغه راپور په یوه برخه کې ویل شوي چې د بشري مرستو کمښت او د ښځو پر وړاندې د طالبانو بندیزونه هغه دوه بنسټيز ټکي دي چې دغه هېواد یې له سخت ناورین سره مخ کړی دی.د بشري حقونو دغه مدافع سازمان په خپل راپور کې لیکلي: د هغو مرستندویه کارکوونکو لپاره سختې ورځې دي چې هڅه کوي د بشردوستانه اړتیاوو پر مټ د خلکو د ژغورلو او بې پرې توب ته غاړه کيږدي. خو طالبانو دا راپور رد کړی او ویلي یې دي چې افغانستان ته د مرستو رسولو د اسانتیا لپاره یې ټولې مرستندویه موسسې له مالیې معاف کړي دي.