افغانستان، د کرنې له متخصصینو پرته، په پخوانۍ او دودیزه بڼه پاتې کيږي
ثور 27, 1402 17:32 Asia/Kabul
د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر وايي، افغانستان به د کرنې له متخصصینو پرته په هماغه پخواني او دودیز پړاو کې پاتې شي.
عطاالله عمري ویلي دي چې دغه کادرونه به د افغانستان د کرنې په وده کې چې د دې سکتور بنسټ بلل کیږي مهم رول ولوبوي.نوموړي ژمنه کړې چې وزارت به د بڼوالۍ، مالدارۍ، د غلو دانو تولید، د ځنګلونو ساتنې، د اوبو او خاورې د مدیریت او د کرنې د پراختیا په برخه کې د متخصصینو د بورډونو په جوړولو سره د شرایطو د ښه والي لپاره هڅې وکړي.د طالبانو د کرنې وزارت چارسمبالي ټینګار کړی چې د تخنیکي کارپوهانو د را هڅونې او د هغوی د نظریاتو د کارولو لپاره به هڅې وکړي.عمري ویلي چې هر هغه سالم او روغ پروګرام چې د کرنې په برخه کې پلي کیږي یا بزګران ډیر او ښه کیفیت لرونکي توکي تولیدوي ، دا د کارپوهانو د وړاندیزونو او پلانونو پایله ده.