له افغانستان څخه د امریکا د غیرمسوولانه وتلو دوسیه، مایکل مک کال له چارواکو څخه د لیکلې مرکې غوښتنه کړې
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال په رسمي ډول له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د بهرنیو اړیکو د کمیټې د څېړنو لپاره د لیکل شويو مرکو غوښتنه کړې .
مک کال د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د سرپرست وزارت د کارول پریز دفتر پخوانی سرپرست جاناتان منوتي سره د لومړۍ مرکې لپاره غوښتنه کړې. د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان د چارو پخوانی مدیر مارک ایوانز، په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو پخوانی قوماندان جیمز پی ډي هارټ، د قونسلګرۍ د چارو کارکوونکې جین هاویل او د دغه هېواد پخوانی سناتور دانیل سمیت د مرکې کېدونکو په لیست کې شامل دي. مک کال زیاته کړې چې څیړنو په ډاګه کړې چې دغه کسان له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر په اړه مهم معلومات لري.د امریکا د پارلمان د بهرنیو چارو د کمیټې مشر ټینګار کوي چې د بایډن حکومت غواړي له افغانستان څخه د دغه هیواد د وتلو په اړه خلک په ناپوهۍ کې واچوي.