ثور 25, 1402 17:34 Asia/Kabul

د ایران د انرژۍ او بهرنیو چارو وزیران د دغې چارې څارنې له پاره ټاکل شوي دي.د ایران ولسمشر د دغه هېواد د انرژۍ او بهرنیو چارو وزیرانو او همدارنګه د افغانستان په چارو کې خپل ځانګړي استازي ته امر کړی چې د هیرمند سیند پر سر د ایران د حقابې موضوع په کلکه وڅاري.

سید ابراهیم رئیسي پرون د خپل دولتي پلاوي په غونډه کې ویلي چې د ایران له خوا د هیرمند حقابه د دغه هیواد لپاره یوه مهمه مسئله ده او د جدي څارنې غوښتنه يې هم کړې ده. د ایران په ولسي جرګه کې د سیستان او بلوچستان صوبې استازي فداحسین مالکي دحقابې په نه تامینېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د مقابل لوري د قانع کولو لپاره باید د حکومت په کچه له طالبانو څخه غوښتنه وشي. هغه د ایران ولسمشر ته په یوه لیک کې ویلي دي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به د سیستان او بلوچستان د اوبو زیرمې خلاصې شی.په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي چې دوی د هیرمند په اړه د ایران حقابه په رسمیت پیژني او هیله لري چې سږ کال به ډېر باران ووریږي ترڅو د اوبو د زیرمو په ډېرېدو سره د افغانستان او ایران اړتیاوې پوره شي.د افغانستان او ایران ترمنځ د هیرمند تړون په دیارلس سوه یو پنځوس لمریز کال کې لاسلیک شوی دی.

تگ