ثور 25, 1402 17:29 Asia/Kabul

په ۲۳ ولایتونو کې ماشومان د دریو ورځو لپاره واکسین کیږي. د ګوزڼ واکسینو کمپاین نن دوشنبه پیلېږي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت خبر وکری چې په دغه درې ورځني کمپاین کې به د هېواد په دوه سوه اوه لس ولسوالیو کې تر پنځو کلونو کم عمره شپږ اعشاریه څلور میلیونه ماشومانو ته واکسین شي.دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د هېواد په ختیځ کې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د پولیو یوه مثبته پېښه او د کوټ په ولسوالۍ کې بله پېښه هم ثبت شوې.تېر کال په کونړ او پکتیا ولایتونو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې. دا شمېره په هېواد کې د پولیو د ثبت شویو پېښو تر ټولو ټیټه شمېره بلل کېږي.اوس مهال افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه هیوادونه دي چې د پولیو په له منځه وړلو کې نه دي بریالي شوي.په تېر وخت کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د جګړو او ناامنیو له امله د پولیو واکسینو تطبیق ناشونی و.

تگ