افغانستان ته د قطري پلاوي سفر
کندهار ته د قطري چارواکو د یوه پلاوي له سفر او له یو شمېر طالب چارواکو سره تر کتنې وروسته د سرپرست حکومت ویاند وايي، دوی غواړي له قطر سره اړیکې ښې کړي تر څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې په دغو غونډو کې له قطر څخه غوښتل شوي، چې له افغانستان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د ښه کولو لپاره د هېوادونو شکونه لرې کړي او په دغه اړه اغیزمن ګامونه پورته کړي.د قطر د بهرنیو چارو وزیر کندهار ته د خپل سفر له پای ته رسېدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان د پرمختګونو په اړه ټیلیفوني خبرې کړي. که څه هم د دې خبرو د جزئیاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې واشنګټن له افغانستان سره د قطر د دوامداره مرستو ستاینه کړې.دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم ویل شوي وو چې قطري پلاوي د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکو ته پیغامونه لېږدولي.قطري پلاوي تېره اوونۍ په کندهار کې د دغه هېواد د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو د وزیر په شتون کې د طالبانو د رییس الوزرا په ګډون د سرپرست حکومت له یو شمېر چارواکو سره لیده کاته او خبرې اترې کړې.قطر یو له هغو هېوادونو دی چې له نړۍ سره یې د طالبانو د اړیکو په ښه کولو کې د خپل اغېزمن رول د ساتلو هڅه کړې ده.