د لبنان د حزب الله عمومي منشي: د مقاومت ځواکونو په منځ کې د درز اچولو په موخه د دښمن محاسبه بریالۍ نه ده.
د لبنان د حزب الله عمومي منشي: د مقاومت ځواکونو په منځ کې د درز اچولو په موخه د دښمن محاسبه بریالۍ نه ده.
د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشی سید حسن نصرالله ویلي دي چې د مقاومت د ځواکونو ترمینځ د درز د رامینځته کولو لپاره د صهیونیستي رژیم هڅې له ماتې سره مخ شوې دي.
د لبنان د حزب الله عمومی منشی په خپله وینا کې په نیواک شویو سیمو کې د فلسطینی ځواکونو د مقاومت قدردانی کړی او د مقاومت د قوماندانانو د شهادت له امله یې تسلیت وړاندې کړی دی.سید حسن نصرالله زیاته کړې: د غزې مقاومت توانیدلی چې هدفونو ته د رسیدو په لاره کې د دښمن لاسرسی شنډ کړی.د لبنان د حزب الله عمومی منشی پر فلسطینیانو د صهیونیستي رژیم د میداني او سیاسی فشارونو په اړه ویلي دي چې د فلسطین مقاومت کمزوری شوی نه دی. په غزه کې جنګ مهم دی او اغېز يې یوازې د غزې تړانګه نه بلکې سیمه هم ترې اغېزمنه کېدای شي.هغه د لبنان بدلون او تحول ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د لبنان بدلون د سیمې له تحول څخه جلا نه شو بللی.