ثور 23, 1402 18:12 Asia/Kabul

د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش په يوه خپور شوي ټوېټ کې غوښتي دي چې د اساسي حقونو له پاره د ښځو تر څنګ ودريږئ.

د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش په يوه خپور شوي ټوېټ کې غوښتي دي چې د اساسي حقونو له پاره د ښځو تر څنګ ودريږئ.

ګوتېرېش په دغه ټوېټر پیغام کې ویلي دي چې ښځې او نجونې په هر ځای کې د درناوي وړ دي. د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي پرته له دې چې د کوم ځانګړي هېواد نوم واخلي ټینګار یې کړی دی چې د ښځو د حقونو پر وړاندې د سیستماتیکو او بې مخینو بریدونو پر وړاندې باید چوپتیا غوره نه شي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو نجونو او ښځينه فعالانو ملګري ملتونه تورن کړي چې دوی د ښځو د کار او زده کړو د وبې عدالتیو پر وړاندې چوپه خوله دي.د ویلو ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته لا تر اوسه ښځو او نجونو په افغانستان کې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تللو اجازه نه ده ترلاسه کړې.

تگ