ثور 23, 1402 18:11 Asia/Kabul

په ننګرهار ولایت کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوه.

د راپورونو له مخې، سږ کال د پولیو لومړۍ پېښه په ننګرهار ولایت کې په یوه څلور کلن ماشوم کې ثبت شوې. ویل کېږي چې د دغه ویروس نمونې د روان کال د وري په میاشت کې د ننګرهار په روغتون کې تر سره شوې او بیا پاکستان ته لېږدول شوې دي.دا په نړۍ کې سږ کال د پولیو دوه یمه پېښه ده.د يادونې وړ ده، چې د روغتيا نړيوال سازمان شاوخوا لس ورځې وړاندې خبر ورکړى و، چې په افغانستان کې د پوليو د پېښو د کمېدو له احتمال سره سره په دوه زره دوه ویشتم زېږديز کال کې په افغانستان کې د پوليو دوه پېښې ثبت شوې دي.افغانستان او پاکستان د نړۍ د هغو هېوادونو په ډله کې دي، چې لا هم په دغو هېوادونو کې د پولیو ویروس له منځه نه دی تللی او له امله یې کوچنیان قرباني کيږي.

تگ