په پاکستان کې د نښتو دوام
افغان پناه غوښتونکي د دوی د دوسيو د څارنې پر پروسه د نښتو اغېز ته اندېښمن دي.
په پاکستان کې له نښتو او ناکراریو وروسته په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو د خپلو دوسیو د پرمخ بېولو چارو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د غه کډوال چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته تر ډېره په پاکستان کې مېشت دي تر څو درېیم هېواد ته یې ولېږدوي، وايي چې له څلورو ورځو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو او په تېره بیا په ګڼو ښارونو په تېره بیا په پلازمېنه کې د خراب امنیتي وضعیت له امله په وېره کې ژوند کوي او له خپلو کورونو بهر نه شي راوتلی.دغو پناه غوښتونکي له هغو هیوادونو څخه چې د افغان مهاجرینو دوسیو ته رسېدنه کوي،غوښتنه کړې چې ژر تر ژره د دوی دوسیو ته جدي پاملرنه وکړي.که څه هم د جمعې په ورځ د اسلام اباد د محکمې د پرېکړې له مخې عمران خان د دوو اوونيو لپاره په ضمانت خوشې شو، خو د عمران خان د پلويانو راټولېدل او له پوليسو سره يې نښتې لا هم دوام لري.