ثور 23, 1402 17:58 Asia/Kabul

په تاشکند ښار کې د افغان ترانس پروژې ګډ دفتر پرانېستل شو. د افغانستان د اورګاډي پټلۍ ادارې په ازبکستان کې د افغان ترانس پروژې د پرمخ بېولو په موخه د ګډ دفتر د پرانیستلو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د اورګاډي پټلۍ ادارې په ازبکستان کې د افغان ترانس پروژې د پرمخ بېولو په موخه د ګډ دفتر د پرانیستلو خبر ورکړی دی.

دغه رياست د يو ټويټ په خپرولو سره ويلي، چې دا خبره په هغه ګډه غونډه کې شوې، چې ازبکستان ته د اورګاډي پټلۍ د رييس له سفر وروسته جوړه شوې وه.ویل کیږي چې د دغه دفتر د پرانیستلو په مراسمو کې د پاکستان او سرپرست حکومت سفیرانو هم شتون درلود.دغه دفتر د ازبکستان په تاشکند ښار کې موقعیت لري او د درې واړو هېوادونو استازي به په ګډه د افغان ټرانس پروژې چارې پرمخ وړي.د ریل پټلۍ د ریاست د معلوماتو له مخې، د دې پروژې بل دفتر به په کابل او اسلام اباد کې هم فعال شي.ياده دې وي چې دې ادارې راتلونکې مياشت په اسلام اباد کې د اورګاډي د لوړ پوړو چارواکو د غونډې خبر هم ورکړی دى.د یادولو وړ ده چې د افغان ترانس د اورګاډي پټلۍ پروژه د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونه د سویلي اسیا هیوادونو سره نښلوي.

تگ